کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۳ نېټه):
د راپورونو له مخې د اوبو او برېښنا وزارت د سرپرست حکومت اقتصادی کمېسیون ته د برېښنا سکټور پنځه کلن پراختیایی پلان وړاندې کړ.
د ریاست الوزرا اقتصادی مرستیالۍ په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې ټاکل شوې د دغه پلان پر بنسټ په راتلونکو پنځو کلونو کې د ۳.۸ میلیارده ډالرو په ارزښت د هېواد په کچه د برېښنا تولید ۲۰۰ پروژې بشپړې شی.
د اقتصادی کمېسیون د تخنیکی کمېټې دغې غونډې ته له طبیعی ګازو د برېښنا تولید درې اړخیز تړون راپور هم وړاندې شوی دی.
دا تړون د افغانستان برېښنا شرکت، افغان ګاز تصدۍ او بیات پاور ترمنځ شوی، چې د څېړلو لپاره یې عدلیې، مالیې، کانونو او پټرولیم او اوبو او برېښنا وزارتونو ته دنده سپارل شوې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ