حکومت په تېرو ۷۸ ورځو کې نژدې ۲۷ ملیارده افغانۍ ټولې کړی دی

د افغانستان د مالیې وزارت وایی، چې د تېرو درې میاشتو په ۷۸ کاری ورځو کې یې شاوخوا ۲۶.۹۱۵ملیارده افغانۍ عواید لرل.

د افغانستان د اسلامی امارت ویاند انعام الله سمګانی د مالیې وزرات له قوله پر خپله ټویټرپاڼه لیکلی، چې عواید یې ورځ تر بلې د لوړېدو په حال کې دی، داسې چې یوازې د تېرې اونۍ د چهارشنبې او پنجشبې په ورځو کې یې ۵۵۷ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړی دی.

سمګانی همدا شان لیکلی، چې د مالیې وزارت لخوا ټولو دولتی مامورینو ته د درې میاشتو معاشونه په یو ځایی ډول ورکوی.

نوموړی زیاتوی، په تېر حکومت کې د دولتی تقاعد شوو مامورینو پیسې هم ورکوی خو وایی، چې د ځینو تخنیکې ستونزو له امله دغه بهیر ولاړ دی او دوی یې د جوړولو په لټه کې دی.

انعام الله په داسې وخت کې د کارمندانو د معاشونو د ورکړې خبره کوی، چې خلک د بې کارۍ، خراب اقتصادی وضعیت او د پیسو له نه شتونه سر ټکوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.