کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۵ نېټه):
د راپورونو له مخې د مالیې وزارت مسوولینو ویلی، نړیوال بانک د هغو ۴۵ پروژو کار له سره پیلوی چې له دې مخکې درول شوې وې.
د راپور پر بنسټ، د یاد وزارت مسوولینو زیاته کړې، دوی د پرلپیسې مذاکراتو په ترڅ کې له نړیوال بانګ سره دې هوکړې ته رسېدلی، چې په لومړی ګام کې د خپلو نمیګړو پاتې پروژو لګښت پرې کړی او ژمنه یې ورسره کړې، چې د ۲۰۲۴ کال په جنوری میاشت کې به په افغانستان کې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړی.
د مالیې وزارت ویاند ویلی، چې د دغې ادارې شاوخوا ۴۵ پروژې نیمګړې پاتې دی او د کاسا زر په ګډون یې د ځینو پروژو لګښت هم ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې نړیوال بانک په یوه راپور کې ویلی وو، چې د سرپرست حکومت تر واکمنېدو ورسته یې په افغانستان کې د څه باندې څلور نیم میلیارد ډالرو په ارزښت خپلې پروژې درولې دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ