کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۵ نېټه):
د روسی رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هېواد ولسمشر ولادمیر پوتین به نن چهارشنبه د منځنی ختیځ متحده عربی امارتو او سعودی عربستان ته سفر وکړی.
پوتین دغه سفر په داسې مهال کوی، چې نوموړی د جرمونو نړیوالې محکمې لخوا اوکراین کې په جنګی جنایتونو تورن شوی او د نیولو امر یې شوی دی، خو دا چې متحده عربی اماراتو او سعودی عربستان دواړو د جرمونو نړیوالې محکمې آی سی سی معاهده لاسلیک کړې نه ده، نو په دې اساس یاد هېوادونه پوتین نشی نیولی.
د کرملین ویاند دیمیتری پسکوف ویلی، ولسمشر پوتین به په دې سفرونو کې پر دوه اړخیزو مسایلو، اسراییل او حماس شخړې او د تېلو اړوند موضوعاتو باندې بحث وکړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ