کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۵ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د اطلاعاتو امر ویلی، چې د تورخم دروازه یو ځل بیا د پاکستانی مسؤولینو لوری د باروړونکو موټرو پرمخ تړل شوې ده.
تر دې وړاندې هم یو وار یاده دروازه له موټر چلوونکو څخه د ویزې او پاسپورټ غوښتنې له امله تړل شوې وه، چې وروسته بیا د ننګرهار ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس په مشرۍ د ننګرهار د بهرنیو چارو رییس مولوی فضل هادی احمد، د تورخم کمیسار مولوی عصمت الله یعقوب او د ننګرهار سوداګرۍ خونې عامل رییس له مل پلاوی سره په تورخم کې له پاکستانی پلاوی سره ناسته وکړه او له دوی سره یې په مشروط ډول د دروازې خلاصولو په تړاو خبرې وکړې.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ