کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۶ نېټه):
د راپورونو له مخې د بښنی نړیوال سازمان د جرمونو نړیوالې محکمې په کلنۍ غونډې کې وړاندیز کړی، چې په افغانستان کې دې د ترسره شویو جرمونو څېړنې ته لومړیتوب ورکړی.
د راپور پر بنسټ، د بښنی د نړیوال سازمان د جنوبی آسیا د برخې مسوول سمریتی سنګ ویلی، په افغانستان کې له نږدې نیمې پېړۍ راهیسې د جرمونو پر وړاندې له مجازاتو څخه د معافیت فرهنګ دود شوی دی او پروسږکال چې کله د جرمونو نړیوالې محکمې په دې برخه کې د تحقیقاتو د بیا پیلیدو خبر ورکړ، هیلې پیدا شوې چې د نړیوالو قوانینو په رڼا کې به عدالت تامین شی.
د جرمونو د نړیوالې محکمې کلنۍ غونډه د تېرې دوشنبې ورځ په نیویارک کې پیل شوه، چې د ډسمبر تر څوارلسمې به روانه وی
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ