د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې ۴۵۰ مخابراتی مرکزونه جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۱۶  نېټه):

د راپورونو له مخې په افغانستان کې د مخابراتی خدمتونو د پراختیا ۱۰ مه پروژه تېره ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په ارګ کې پرانېستل شوه.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د دې پروژې له مخې به د ۱۸ ولایتونو په ۲۳۰ ولسوالیو کې د ۱،۸۹ میلیارد افغانیو په لګښت ۴۵۰ مخابراتی مرکزونه جوړ شی.

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت سرپرست ویلی، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د هېواد په لرو پرتو سیمو کې خلک مخابراتی خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې لا هم هېواد کې ډېری وګړی له مخابراتی خدمتونو نا خوښه دی او له ټیټ کېفیت څخه یې رنځ وړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.