عربی متحده اماراتو په کابل کې خپل سفارت له سره پرانست

متحده عربی اماراتو د خپل بیرغ په پورته کولو سره په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانست.

د افغانستان داسلامی امارت ویاند اود اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه د عربی متحده اماراتو د سفارت د بیا پرانستو خبره کړې ده.

مجاهد لیکلی: ” د نورو مثبتو ګامونو په لور یو مثبت ګام؛ متحده عربی اماراتو په پلازمېنه کابل کې خپل سفارت د خپل بیرغ په پورته کولو سره بېرته پرانېست”.

هغه وایی چې متحده عربی امارات او افغانستان په خپلو منځونو کې ښې اړیکې لری او زیاتوی، پکار ده چې دا اړیکې نورې هم پیاوړې شی.

د یادونې وړ ده، چې په کابل کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ګڼو هېوادونو خپل سفارتونه تړلی وو، خو د پاکستان، روسیې او چین سفارتونو د تېر په څېر خپلې دندې پر مخ وړلې.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.