معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د برېښنا اړوند افغان او ترکمنستاني چارواکو پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کړی

د برېښنا اړوند افغان او ترکمنستاني چارواکو پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۱۸  نېټه):

د راپورونو له مخې د افغانستان د برېښنا شرکت رییس او د ترکمنستان هېواد د نړیوالو پروژو مسوول او د تخنیکي پلاوي مشر مراد آرتیکوف ګډه ناسته کې د ۲۰۲۴ زېږدیز کال لپاره د برېښنا پېرودلو او د نورالجهاد سب سټېشن پروژې کارونو ژر بشپړېدو په اړه خبرې کړې دي.

د راپور پر بنسټ په دې ناسته کې د نورالجهاد سب سټېشن پروژې چارو ژر بشپړېدو باندې ټېنګار شوی او د ترکمنستان هېواد تخنیکي پلاوي مشرتابه د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د برېښنا پېرودلو تړون لاسلیک لپاره عشق آباد ته د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ ورتګ بلنه ورکړې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس