کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۸ نېټه):
د راپورونو له مخې د دغه ولایت په شاه ولی کوټ ولسوالۍ کې د ۴۰ میلیونو افغانیو په لګښت ۳۵ کیلو متره سرک او ۴۶ پُلچکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د راپور پر بنسټ، دغه سرک د کندهار د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست تر چتر لاندې د “یونپس” موسسې په مالی لګښت او د “سی ایچ اې” مؤ سسې په تخنیکی همکارۍ د لوړ شاه ولیکوټ د توغراک له سیمی څخه بیا د زابل د مېزانی ولسوالۍ د دروشک سیمی پورې غځېدلی، جوړ او ګټی اخیستنی ته وسپارل شو.
ځایی خلکو ویلی، چې د دې سر ک په جوړېدو یې دغه برخه کې شته ډېری مشکلات ختم شول.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ