کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۸ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا د خزانې وزارت تېره ورځ اعلان وکړ، چې د بشری حقونو د اعلامیې د ۷۵ مې کلیزې په مناسبت یې له افغانستانه نیولې تر چین، ایران او هایتی پورې پر شلو کسانو چې په خپلو هېوادونو کې د بشری حقونو په سرغړونو تورن دی، بندیزونه لګولی دی.
د خبر پربنسټ، په دې ډله کې د افغان حکومت دوه لوړپوړی چارواکی، د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شېخ محمد خالد حنفی او د علومو اکاډمۍ مشر شېخ فریدالدین محمود شامل دی، چې د امریکا په وینا د ښځو او نجونو پر وړاندې په وروستیو بندیزونو کې ښکېل دی.
د افغان حکومت ویاند تېره شپه ناوخته د یو ټویټ په کولو سره دا بندیزونه وغندل او د فشارونو له لارې یې د مسایلو حل کول ستونزمن وبلل.
د مجاهد په خبره، امریکا د دې ډول اقداماتو ناکامه سابقه لری، نو باید چې پخوانۍ ناکامې تجربې تکرار نه کړی.
د دې پرېکړې په اساس هغه کسان چې نومونه یې د بندیزونو په لېست کې راغلی د امریکا له جایدادونو او بانکی حسابونو څخه محرومیږی او دوی ته اجازه نه ورکول کیږی، چې له امریکایی کمپنیو او افرادو سره کاروبار وکړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ