د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی له افغانانو سره د سره صلیب د مرستو پر دوام ټینګار وکړ.
پخوانی ولسمشر کرزی د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مرستیال مشر ډومینیک سټل هارټ سره وکتل. هارټ سره په دغې کتنه کې مل پلاوی هم ور سره و.
د کرزی او هارټ لخوا په دغې لیدنه کې له افغانانو سره د سره صلیب لخوا د مرستو په اړه بحث وشو.
ښاغلی کرزی له سټل هارټ څخه وغوښتل چې، سور صلیب دې له افغانانو سره خپلې مرستې وغځوی.
گهیځ