کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۸ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سټنډرډ ملی ادارې ویلی، ایران هېواد ته یې اته ټانکره نور بې کېفیته تېل بېرته مسترد کړی دی.
د خبر پربنسټ د یادې ادارې ویاند ویلی، دغه اندازه تېل چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود، نیمروز ولایت کې بېرته ایران ته مسترد شوی دی.
نوموړی زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملی ادارې په خورا جدیت د بې کېفیته تېلو د واردولو د مخنیوی لپاره عملی ګامونه پورته کړی.
د سټنډرډ ملی ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتی، چې هېواد ته باکېفیته توکی وارد کړی، کنه نو له ورته چلند سره به مخ شی.
د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې تر دې وړاندې هم هېواد ته د سلګونه ټانکره بې کېفیته نفتی توکو د راوارد کېدو د مخنیوی خبرونه ورکړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ