کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۹ نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملی ادارې پر خپلې ټویټر پانې یوه لیکلی بیان کې ویلی، چې د ژمی له راتګ سره د ښارګوټو او لوړپوړیزو ودانیو مسوولین دنده لری، چې خپل د تودولو سیسټمونه برقی یا ګازی جوړ کړی.
د راپور پر بنسټ، یادې ادارې په دې خپاره کړی بیان کې ویلی، چې د کابل ښار د هوا د ککړتیا د مخنیوی لپاره یې په ګڼ مېشتو سیمو، لوړپوړیزو ودانیو او ښارګوټو کې د خبرتیا لپاره څه باندې ۲ زره اطلاعیې خپرې کړې دی.
دغه اداره زیاتوی چې د دوی څارونکی شپه – ورځ د کابل ښار په ټولو برخو کې د هوا د ککړتیا سرچینې څاری او له سرغړوونکو سره به یې قانونی چلند وشی.
په دې وروستیو کې د کابل هوا، ډېره زیاته ککړه شوې او له بلې خوا د ورښتونو نشتون هم اندېښنې زېږولی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ