کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۹ نېټه):
د راپورونو له مخې د ۱۹ کلنو آسیا جام کرکټ سیالیو په لړ کې نن ورځ ۱۰ بجې افغان لوبډله د نیپال لوبډلې پروړاندې لوبه ترسره کوی.
د راپور پر بنسټ، افغان لوبډلې تر دې وړاندې په خپله لومړۍ لوبه کې له هندوستان لوبډلې څخه د ۷ ویکټو په توپیر ماتې وخوړه.
افغان لوبډلې ته د دې لوبې ګټل د مخکې تګ لپاره ډېر مهم دی. که افغان لوبډله په خپل الف ګروپ کې ۲ لوبې وګټی، نو د آسیا ۱۹ کلنو جام سیالیو تر نیمه پایلوبې لار موندلی شی.
له نیپال سره تر لوبې وروسته افغان لوبډله خپله وروستۍ ګروپی لوبه له پاکستانۍ لوبډلې سره ترسره کوی.
د یادولو وړ ده، چې د آسیا جام په دغو سیالیو کې ټولټال اته لوبډلې برخه لری چې له ډلې یې افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګلدېش او سریلانکا دایمی غړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ