په کابل کې د چین سفیر وایی، له ۱۰۰۰ ټنو څخه د زیاتو بشری مرستو جوپه د افغانستان په لور خوځېدلې ده.
وانګ یې نن یکشنبه (د لړم ۳۰مه) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلی چې، له ۱۰۰۰ ټنو ډېر د بشری مرستو یو قطار له سین کیانګ څخه د کابل پر لور روان شو.
د هغه په وینا په دغو مرستو کې چې خوراکی مواد او ژمنی لباسونه په کې شامل دی، ډیر ژر به افغانستان ته ورسیږی.
نوموړی زیاته کړې چې د ۲۰۲۱ کال د جولای له میاشتې راهیسې د چین ـ افغان اورګاډی له ۲۶۰۰ ټنه زیاتې بشری مرستې افغانستان ته لېږدولې دی.
د یادولو وړ ده چې، د تېر حکومت له پرځېدو وروسته په افغانستان کې اقتصادی ځوړتیا رامنځ ته شوه، چې له امله یې د بشری ناورین د پېښېدو آټکلونه کېږی. د دغه آټکل په ډېرېدو سره نړیوالو بنسټونو له افغانستان سره د شتمنو هېوادونو لخوا د مرستو پر کولو ټینګار وکړ.
گهیځ