وردګو کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت پنځه پروژې بشپړې شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۱۹  نېټه):

د راپورونو له مخې مېدان وردګو ولایت کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د عامې روغتیا ریاست اړوند ۵ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د راپور پر بنسټ، په دغه پروژو کې د چک او سېدآباد ولسوالیو د روغتونونو بیارغونه، طبی وسایل او ملک محمد خان روغتون ته د برېښنا رسولو پروژې شاملې وې.

د عامې روغتیا وزارت اداری معین محمد اسحاق صاحب زاده د یادو پروژو د پرانیستې پر مهال ویلی، یاد روغتونونه چې په تېرو جګړو کې ویجاړ شوی وو، له سره ترمیم او یو شمېر پرمختللی طبی ماشینونه ورته وسپارل شول.

په ورته مهال د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر زرک ځیرک ویلی، چې په یادو پروژو کې د سیدآباد ولسوالۍ روغتون کې د بستر لپاره ودانۍ، د دواړو روغتونونو ترمیم، او طبی وسایل شامل دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.