روغتیا نړیوال سازمان غزې ته د بېړنیو بشری مرستو د رسولو پرېکړه لیک تصویب کړ

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۲۰  نېټه):

په داسې حال کې چې د غزې ځایی خلکو له رسنیو سره د خبرو پرمهال وضعیت ډېر اندېښمنوونکی بللی، د روغتیا نړیوال سازمان غزې ته د بېړنیو بشری مرستو د رسولو پرېکړه لیک تصویب کړ.

ځایی خلکو ویلی، چې یوازې د څلورو ورځو لپاره تېل، د دریو ورځو لپاره خواړه او د دوو ورځو لپاره اوبه لری.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس ګیبریسوس د دغه پرېکړه لیک هرکلی کړی او ویلی یې دی، چې د مرستو د لېږلو سره باید د اوربند لپاره هم هڅې وشی.

د عربی رسنیو د خبر له مخې د غزې په دوهم لوی ښار خان یونس کې د حمــ.ـاس جنګیالیو او اسراییلی اشغالګرو ترمنځ جګړه په شدت سره روانه ده.

اسراییلی اشغالګرو پر بې دفاع ولسی وګړو د بریدونو په ترڅ کې له ۱۸ زرو ډېر وګړی وژلی او له ۵۰ زرو څخه د ډېرو کسانو د ټپی کېدو ترڅنګ دوه میلیونه کسان د دغو بریدونو له امله بې ځایه شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.