کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۲۰ نېټه):
افغان ۱۹ کلنو کرکټ ملی لوبډلې د آسیا جام سیالیو په ترڅ کې د ۷۳ منډو په توپیر نیپال ته ماتې ورکړه.
دغه سیالۍ چې تېره ورځ ترسره شوه، چې نیپال په کې د پچې په ګټلو سره توپ اچونه غوره کړه.
افغان لوبډلې د ۹ لوبغاړو سوځېدو سره په ۴۹.۳ اورونو کې ۲۶۱ منډې وکړې.
په افغان توپ وهونکو کې جمشید ځدراڼ سلیزه ووهله او لومړنی افغان شو چې په روان آسیا جام کې سلیزه کوی.
ځدراڼ ۱۵۸ توپونه ولوبول، ۸ څلوریزې یې ووهلې او د لوبې په وروستی اور کې د پښې ټپی کېدو له امله ناسوځېدلې له لوبغالی ووت.
نیپال بیا خپله پاڼۍ کې ۴۰.۱ اورونه ولوبول او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۸۸ منډې وکړې.
د یادو سیالیو په ترڅ کې افغانستان خپله لومړۍ سیالی هندوستان ته بایللې وه.
ټاکل شوې چې د روانې میاشتې په ۱۲مه نېټه افغانستان او پاکستان سیالی ترسره کړی چې ګټل یې افغان لوبډلې وړاندې تګ لپاره مهم دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ