کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۲۰ نېټه):
د الجزیرې تلوېزیون فلسطینۍ څانګې د اسراییلی چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې په خان یونس ښار کې له حمـ.ـاس جنګیالیو سره په تازه نښتو کې د دوو اسراییلی افسرانو په ګډون څلور اسراییلی پوځیان وژل شوی دی.
دغه راز یادې رسنۍ د خپلو ځایی خبریالانو په حواله ویلی، چې اسراییلی ځواکونه د حمـ.ـاس جنګیالیو لخوا له رام الله، البیره او بیتونیه ښارونو څخه په شا تمبول شوی دی.
د الجزیرې فلسطینۍ څانګې د خبر پر بنسټ د غزې لویدیځې غاړې په قلقیلیه ښار کې هم د حمـ.ـاس جنګیالیو او اسراییلی ځواکونو ترمنځ سخته نښته روانه ده.
د اسراییلو دفاع وزارت ویلی، د غزې په جګړه کې د دوی د وژل شویو پوځیانو شمېر ۸۵ تنو ته رسېدلی دی، خو بل لور بیا یوې اسراییلۍ رسنۍ یدیعوت احارانوت په خپل یو راپور کې ویلی، چې غزه کې د روانې جګړې له پیل راهیسې تر دا مهاله سلګونه اسراییلی پوځیان وژل شوی او له ۵ زرو ډېر نور ژوبل دی، خو رسمی سرچینو بیا د یادې رسنۍ دغه خبر نه دی تایید کړی.
تولنیزو رسنیو کې د ځینو اسراییلی پوځیانو ویډیوګانې هم لاس په لاس شوی، چې په کې دوی د خپلو ځواکونو د درنې مرګ – ژوبلې ادعا کوی
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ