غزې جګړه کې د وژل شویو اسراییلو پوځیانو رسمی شمېر له سلو واوښت

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۲۱  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ځینو بهرنیو رسنیو د اسراییلی چارواکو له قوله ویلی، چې د غزې په روانه جګړه کې یې د وژل شویو پوځیانو رسمی شمېر له سلو واوښت.

په داسې حال کې چې اسراییلی اشغالګر د غزې جنوبی برخې خان یونس کې د حمـ.ـاس جنګیالیو له سخت مقاومت او شا تګ سره مخ شول، دوی اوس د غزې جنوب خان یونس ښارګوټی څخه د جګړې مخه لوېدیځ لور ته غځولې ده.

راپورونه وایی، چې دغه سیمه کې سخته جګړه روانه ده.

پر ټویټر داسې ویډیوګانې لاس په لاس کیږی، چې په کې د اسراییلی اشغالګرو ګڼ شمېر ټانګونه د حمـ.ـاس جنګیالیو لخوا تر ویشتلو وروسته په اور کې سوځیږی.

یو شمېر رسنۍ بیا وایی، چې د غزې جګړه کې سلګونه اسراییلی پوځیان وژل شوی او له ۵ زرو ډېر ژوبل دی، چې په ژوبلو کې ۳ زره یې دایمی معیوب شوی دی، خو دغه شمېرې اسراییلی رسمی سرچینو نه دی تایید کړی.

حـ.ـماس ویلی، په پوره قوت به اسراییلی اشغالګرو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی.

د دغې ډلې ویاند ابو عبیده پر ټویټر خپله تازه وینا کې ویلی، چې اسراییلی بریدونه یې په تمامه معنا له ماتې سره مخ کړی او له راغلو پوځیانو یې د تللو لار ورکه کړې ده.

نوموړی اسراییلی اشغالګرو ته خبرداری ورکړ، چې د غزې د وژل شویو ماشومانو او تور سرو غچ اخیستو ته دې انتظار وباسی.

په غزه کې روغتیایی چارواکو ویلی، چې د اسراییلی اشغالګرو په بریدونو کې بیا شاوخوا ۱۸ زره بې دفاع کسان وژل شوی او نږدې ۵۰ زره نور ټپیان دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.