د عربی رسنیو د راپورونو له مخې، سعودی عربستان پرېکړه کړې چې په کابل کې تر درې میاشتنی ځنډ وروسته خپل ډیپلوماډیک ماموریت بېرته پیل کړی.
سرچینه زیاتوی چې، ډېر ژر به سعودی عربستان خپل سفارت په کابل کې پرانیزی. په افغانستان کې د نوی حکومت له راتګ سره سم ډېری هېوادونو خپل سفارتونه په کابل کې وتړل خو سوکه سوکه د ځینو سفارتونو پرانیستل کېدل پیل شوی دی.
وړمه ورځ متحده عربی اماراتو خپل سفارت پرانیستی او د آلمانی رسنیو لخوا داسې راپورونه خپاره شوی چې دغه هېواد به هم د افغانستان په پلازمېنه کابل کې ډېر ژر خپل سفارت پرانیزی.
ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت په تازه څرګندونو کې ویلی چې ځینې اروپایی هېوادونه او ان د ناټو غړی هېوادونه به هم ډېر ژر خپل سفارتونه په کابل کې پرانیزی.
گهیځ