کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۲۱ نېټه):
د راپورونو له مخې د غوری سیمنټو کارخونې مسوولین وایی، په دې کارخونه کې د ورځې د سیمنټو د تولید کچه ۶ سوه ټنو ته رسېدلې ده.
د غوری سیمنټو کارخونې مرستیال ویلی، دغه کارخونه هره ورځ تر ۳۰ زره خلتو زیات سیمنټ بازار ته وړاندې کوی.
بل لور د غوری سیمنټو کارخونې کارکوونکی او انجینیران وایی، په دریو کاری وختونو کې د دې سیمنټو فابریکې په بېلابېلو برخو کې کار کوی.
دغه کارخونه اوسمهال ۷۵۰ کار کوونکی لری او په ۲۴ ساعته ډول کار کوی.
د غوری سیمنټو کارخونې د مرستیال په وینا د سیمنټو د تولید د زیاتوالی لپاره یې نورې هڅې روانې دی، چې په نږدې راتلونکی کې به یې د تولید کچه له ۶ سوو څخه ۹ سوه ټنو ته پورته شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ