کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۲ نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د ملګرو ملتونو عمومی اسمبلۍ په غوڅ اکثریت سره غزه کې د بېړنی بشری اوربند پرېکړه لیک تصویب کړ.
د راپور پر بنسټ، د عمومی اسمبلۍ له ۱۹۳ غړو څخه ۱۵۳ یې د سملاسی اوربند په پلوۍ رایه ورکړه.
د عربی رسنیو د راپورونو پر بنسټ، غزه کې د حمـ.ـاس جنګیالیو او اسراییلی اشغالګرو ترمنځ له څو ورځو راهیسې سخته جګړه روانه ده.
د دغو رسنیو د خبر پر بنسټ، اسراییلی اشغالګرو په لوی اکثریت ولسی بې دفاع وګړی هدف ګرځولی او د دوی د بریدونو په پایله کې ژوبل شویو ولسی کسانو ته د درملنې اجازه نه ورکوی.
نړیوال بشری سازمانونه هم هلته د خلکو د سخت او بوږنوونکی وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ