کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۲ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ننګرهار کې د کانال رییس ویلی، یوازې د کانال ریاست په فارمونو کې پر ۱۷ نیم زره جریبه ځمکه باندې د مالټو باغونه جوړ شوی، چې د اټکل له مخې یې حاصلات ۳ زره ټنو ته رسیږی.
د کانال ریاست ترڅنګ د ننګرهار په یو شمېر خصوصی بڼونو کې هم په سلګونه ټنه مالټې اوس مهال په ثمر راغلی دی.
د کانال ریاست وایی، هڅه کوی چې د ننګرهار ښه اقلیم ته په کتو د مالټو له پلوه ځان بسیاینې لور ته کار وکړی.
له ننګرهاره هره ورځ زرګونه منه مالټې د هېواد بېلابېلو برخو ته د خرڅلاو لپاره لېږدول کیږی.
دغه مالټې چې د کېفیت او خوند له پلوه کم ساری دی، له همدې امله په کور دننه او بهر له ځانګړی ارزښت او بازاره برخمن دی.
ننګرهار کې د مالټو د حاصلاتو ډېرښت خبر په داسې مهال ورکول کیږی، چې دغه ولایت کې د مالټو نوی بڼونه هم مخ په جوړېدو دی او دې وروستیو کې افغان حکومت هم د خپل هېواد د تولیداتو پرمختګ لپاره پر هغو خوراکی او غیر خوراکی توکو ګمرکی تعارفې لوړې کړې، چې د مالټو په څېر یې بدیل په هېواد کې پیدا کیږی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ