کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۲ نېټه):
د راپورونو له مخې په کابل کې د آسیا نور فارما درملو تولیدی کارخونې نن په فعالیت پیل وکړ.
د راپور پر بنسټ مسوولینو ویلی، یادې کارخونې خپلې ټولې چارې په معیاری ډول پیل کړې.
د دوی په خبره د دغې کارخونې پر لومړی فاز د ۴ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې ده او ټاکل شوې چې دا پانګونه ۱۰ میلیونه ډالرو ته ورسیږی.
راپور زیاتوی، چې په دې کارخونه کې ۶۸ بېلابېل ډول درمل تولید او بسته بندی کیږی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ