روسیه وایی، افغانستان ته یې د ګازو صادرات دوه برابره زیات شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۳   نېټه):

د راپورنو له مخې روسیې ویلی، چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت په راتګ سره  دغه هېواد ته د دوی د مایع ګازو صادرات دوه برابره زیات شوی دی.

رویټرز آژانس د روسیې د صنایعو د ادارې په وینا راپور ورکړی، چې د جنوری له میاشتې د سږکال تر نومبر پورې افغانستان نږدې ۱۷۶ زره ټنه مایع ګاز له روسیې څخه اخیستی دی او دا د تېرکال همدې مودې په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښیی.

دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین د جګړې له پیل سره سم اروپایی هېوادونو ته د روسیې د ګازو صادرات د بندیرزونو له امله  کم شوې دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.