خلیلزاد وایی، افغانستان او پاکستان باید له شخړې پېښېدو مخکې دوه اړخیزه خبرې پیل کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۵ نېټه):

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د یو ټویټ په کولو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلی بللی.

نوموړی دغه ټویټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نورو ستونزو او آن د مخامخ شخړې د پېښېدو خبرداری ورکړی دی.

خلیلزاد چې د امریکا له خوا له طالبانو سره د دوحې هوکړې او خبرو استازی وو ویلی، کابل او اسلام آباد باید هغه خبرې – اترې او هوکړې په پام کې ونیسی، چې اجرایی ضمانتونه او میکانیزمونه ولری.

خلیلزاد دغه څرګندونې په داسې مهال کړی، چې تر دې وړاندې د پاکستان واکمنو چارواکو افغانستان کې د خپلو مخالفو وسلوالو د شتون تور پورې کړی، خو افغان چارواکو بیا دغه تورونه بې اساسه بللی او ډاډ یې ورکړی، چې خپله خاوره کې به د هېچا خلاف فعالیتونو ته اجازه ورنه کړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.