کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۵ نېټه):
د راپورونو له مخې د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ایټالیا هېواد شارژدافیرې ناتالیا کوینتاویل سره په کتنه کې له له نوموړې غوښتی، چې ایټالیا دې له دغه وزارت سره د سرطان د تشخیص د یوه مرکز د جوړولو او په دې وروستیو کې له پاکستانه وېستل شویو کډوالو ته د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې همکاری وکړی.
د راپور پر بنسټ، د دغه وزارت ویاند پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلی، چې په دې کتنه کې د ایټالیا سفارت شارژدافیرې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ