د بښنې نړیوال بنسټ: پر افغانستان لګېدلی بندیزونه دې ختم کړای شی

د بښنې نړیوال بنسټ وایی نړیواله ټولنه دې ژر تر ژره پر افغانستان مالی بندیزونه ختم کړی.

ګهیځ: د بښنې بنسټ نن چهار شنبه (د لنیدۍ ۳مه) په یوه خپاره کړی راپور کې ویلی چې په افغانستان کې بشری او اقتصادی وضعیت خورا ترینګلی دی. د راپور په وینا له همدې امله جدی اړتیا لیدل کېږی چې نړیواله ټولنه د افغانستان په څېر پر یوه بېوزله هېواد مالی فشارونه ختم کړی.

دغه بنسټ پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې د خلکو د ژغورلو او بشری غمیزې د مخنیوی لپاره پر افغانستان بندیزونه او مالی فشارونه پای ته ورسوی.

د بښنې نړیوال بنسټ وایی دا مهال له افغانستان سره د ځینو هېوادونو له لوری شوې بشری مرستې بسنه نه کوی، بنسټ دا هم ویلی چې د رسېدلو مرستو ډېره برخه اړمنو کسانو ته نه ده رسېدلې، نو تر ټولو ښه لار چې افغانستان له ناورین څخه وژغورل شی دا ده، چې د دغه هېواد مالی زېرمې ازادې شی او د اقتصادی ودې لپاره مرستې ورسره وشی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.