کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۶ نېټه):
د راپورونو له مخې د زده کړې لپاره نړیوال ګډون (جی پې اې) په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلی، چې په افغانستان کې یې د ماشومانو د زده کړو ملاتړ لپاره ۱۱۰ میلیونه ډالره مرسته ځانګړې کړې ده.
د راپور پر بنسټ، دا مرسته به د دوو راتلونکو کلونو لپاره د افغانستان له نجونو او هلکانو سره مرسته وکړی، څو په ټولنیز محوره زده کړو کې ګډون وکړی او بنسټیز مهارتونه زده کړی.
د زده کړې لپاره نړیوال ګډون ویلی، هیله لری چې په ټول افغانستان کې به ۷.۶۶ میلیونه ماشومان د دې سازمان له مرستو برخمند شی.
د زده کړې لپاره نړیوال ګډون په نړۍ کې د بې سوادۍ د ختمولو لپاره کار کوی، دوی مالی منابع راغونډوی او موخه یې داده، چې په کم عاید لرونکو هېوادونو کې د زده کړې د برخې ملاتړ وکړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ