کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۶ نېټه):
د راپورونو له مخې هرات کې د سرپرست افغان حکومت او د ترکمنستان لوړ پوړو پلاوو ترمنځ پر ټاپی پروژې او نورو موضوعاتو خبرې شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر او د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف په مشرۍ پلاوو تورغونډۍ بندر کې د رېل پټلۍ سب سټېشن پراختیا، هرات کې د نورالجهاد برېښنا سب سټېشن د ظرفیت لوړولو او دوه اړخېزو سوداګریزو، ټرانزیټی او ټرانسپورټی اړیکو په اړه هم خبرې کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د بهرنیو چارو سرپرست دغه لیدنه کې ویلی، چې په افغانستان کې د ټاپی پروژې د پلی کېدو لپاره چمتووالی نیول شوی او په خبره یې چې اړوندو ادارو هم خپلې چارې بشپړې کړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ