کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۶ نېټه):
د راپورونو له مخې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست نیمروز ولایت ته د خپل سفر پر مهال ویلی، چې د بهرنیو مرستو په بندېدو سره په ټول هېواد کې د څه باندې اووه نیم زرو پروژو چارې نیمګړې پاتې دی.
د هغه په خبره د یادو پروژو چارې د تېر حکومت پرمهال پیل شوې وې او بودیجه یې هم د بهرنیو هېوادونو له لوری ورکول کېده.
د نوموړی په وینا د دغو پروژو د چارو د پیل لپاره زیاتې بودیجې ته اړتیا ده.
د کلیو او پراختیا وزارت سرپرست زیاته کړې، چې دا مهال په ټول هېواد کې د پرمختیایی پروژو چارې د کورنۍ بودیجې پر مټ روانې دی او په خبره یې دوی هڅه کوی چې ورته لا نور پرمختګ ورکړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ