اسټرلیا له افغانستان ۲۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۶  نېټه):

د راپورونو له مخې اسټرلیا د افغانستان خلکو سره د ۲۰ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه.

د راپور پر بنسټ د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې دغه ۲۰ میلیونه ډالره مرسته یې په افغانستان کې د ننه خلکو او هغو افغانانو لپاره ځانګړې کړی، چې ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوی دی.

اسټرلیا د کډوالۍ په نړیوال فورم کې د ملګرو ملتونو کډوالۍ عالی کمېشنرۍ سره د ټولټال ۲۶۵ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړې، چې ډېره برخه یې په میانمار او بنګلدېش کې د روهنګیایی خلکو لپاره ده.

بل لور بیا د سرپرست افغان حکومت اداری مرستیال هم په تازه څرګندونو کې ویلی، چې افغان کډوالو سره به له هېڅ ډول مرستې درېغ ونه کړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.