کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۶ نېټه):
د عربی رسنیو د خبر له مخې د الجزیرې چینل اعلان کړی، چې په غزه کې د خپل خبریال د قتل قانونی قضیه چمتو کوی او د جرمونو نړیوالې محکمې ته یې وړاندې کوی.
د الجزیرې کمره مین سامر ابو دقه د تېرې جمعې په ورځ د غزې په خان یونس کې پر یوه ښوونځی د اسراییلو په توغندیز برید کې ووژل شو.
د چارو څارونکی وایی، غزه کې د خبریالانو او د رسنیو کارمندانو هدف کول د اسراییلو له لوری غزه کې د روانو وحشتونو پټولو هڅه ده، چې غواړی د نړۍ او نړیوالو له سترګو څخه حقایق، خپل وحشی بریدونه او بشریت ضد جنایتونه پټ وساتی.
د تایید شویو شمېرو له مخې تر دې مهاله غزه کې شاوخوا ۸۹ خبریالان د اسراییلی اشغالګرو له لوری په مستقیم ډول وژل شوی، ۸ تنه نیول شوی او ګڼ نور ټپیان شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ