کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۷ نېټه):
په داسې حال کې چې نن د ډیسمبر ۱۸ د ګډوالو نړیواله ورځ ده، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.
دوی ویلی، چې د افغانانو د کډوالۍ او بې ځایه کېدو ناورین ډېر ستر او دوامداره دی.
د دې کمېشنرۍ د شمېرو له مخې ۲ لکه د پاسه ۸ میلیونه افغانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوی، چې په کې څه باندې درې میلیون داخلی بې ځایه شوی هم شامل دی.
د افغانستان ګاونډی هېوادونه په ځانګړې توګه ایران او پاکستان د میلونونو افغان کډوالو کوربه دی، خو اوس دغو دوو هېوادونو په تېره پاکستان د افغان کډوالو د وېستلو بهیر چټک کړی دی.
د مالوماتو له مخې تر دې دمه شاوخوا ۴۸۰ زره افغان کډوال له نومبر راهیسې له پاکستانه په زوره وېستل شوی او ایران هم له خپل هېواده د افغان کډوالو وېستنې په موخه د افغان کډوالو ژوند تریخ کړی دی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ