کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۲۸ نېټه):
د راپورونو له مخې د اوسپنې پټلۍ ادارې په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلی، چې تېره اونۍ د هېواد د څو بندرونو له لارې ۸۵ زره ۶۶۹ مټریک ټنه انتقالات شوی دی.
د راپور پر بنسټ، په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې تېره اونۍ د حېرتانو بندر له لارې ۵۶ زره ۹۰۹ مټریک ټنه، د آقینې بندر له لارې ۹ زره ۵۷ مټریک ټنه او همدارنګه د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۹ زره ۷۰۳ مټریک ټنه انتقالات شوی، چې په ټولیزه توګه ۸۵ زره ۶۶۹ مټریک ټنه انتقالات کیږی.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات او ټرانزیټ دی، په تېره اونۍ کې ۲۲۰۵ ټنه صادرات او ټرانزیټ شوی، چې لویه برخه یې کینو او مالټې دی.
یاده اداره کې نږدې یوه میاشت وړاندې هم د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د څه باندې ۹۱ زره مټریک ټنو د انتقالاتو خبر ورکړل شوی و.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ