کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۲۸ نېټه):
د راپورونو له مخې د دفاع سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړی استازی سره لیدلی دی.
د راپور پر بنسټ، یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې د سرپرست وزیر او یوشیایوینګ ترمنځ په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د دفاع سرپرست وزیر ویلی چې د سرپرست حکومت په راتګ سره د چین په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې ټینګې شوی دی.
خبرپاڼې د چین استازی له خولې کاږلی چې هېواد یې له افغانانو سره په اقتصادی او سوداګریزو برخو کې د همکاریو دوام ته ژمن دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ