خوارځواکی او لوږه افغان ماشومان په مرګ ګواښی

په افغانستان کې زرګونه ماشومان د خوارځواکۍ له امله د مرګ له خطر سره لاس او ګرېون دی.

یوه برېټانوۍ رسنۍ راپور ورکوی چې په افغانستان کې د روان بد اقتصادی وضعیت له امله لوږه پډېره شوې، چې دې چارې ان د ماشومانو پر ژوند هم ناوړه اغېزه کړې ده. راپورونه وایی چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ماشومانو د خوارځواکۍ ډېری مرکزونه د مالی امکاناتو د نشتوالی له امله تړل شوی او سلګونه ماشومان د مرګ له خطر سره مخ دی.

تردې وړاندې هم ګڼو نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ او ناوړه وضعیت په اړه اندېښنه ښوودلې وه. دوی پر نړیوالو غږ کړی و چې په دې سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړی او پر وخت بشری مرستې ور ورسوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.