اسراییلی بریدونو کې د وژل شویو بې دفاع ولسی وګړو شمېر له ۱۹ نیم زرو واوښت

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۲۸  نېټه):

د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې غزه کې د حـ.ـماس روغتیا وزارت ویلی، له هغه راهیسې چې اسرییلی اشغالګرو پر غزې تړانګې بریدونه پیل کړی، دلته د وژل شویو بې دفاع ولسی وګړو شمېر له ۱۹ نیم زرو څخه واوښت.

د راپور پر بنسټ، یاد وزارت ویلی، چې د دغو.بریدونو له امله ۵۰ زرو څخه ډېر نور کسان ژوبل شوی دی.

عربی رسنۍ وایی، له غزې د کره اطلاعاتو تر لاسه کول ډېر ګران ځکه دی، چې جګړې له پیل راهیسې هلته مخابراتی شبکې تړل شوی او لاسرسی ورته ډېر محدود شوی دی.

د دغو رسنیو راپورونه زیاتوی، چې د اسراییلو ډېر پوځیان په شا شوی، خو پر بې دفاع وګړو یې خپلو هوایی بریدونو ته زور ورکړی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.