کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۹نېټه):
د راپورونو له مخې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د قطر له امیر شیخ تمیم بن حماد ال ثانی سره کتلې او د ترانس افغان ریل پټلۍ په تړاو یې خبرې کړی.
د راپور پر بنسټ د قطر امیر د ازبکستان ولسمشر ته د ټرانس افغان ریل پټلۍ په جوړېدو کې د بشپړ ملاتړ ډاد ورکړی دی.
د دې پروژې د بشپړېدو په صورت کې ازبکستان او د منځنۍ اسیا نور هېوادونه د افغانستان له لارې له پاکستان سره نښلول کیږی.
ازبکستان، افغانستان او پاکستان د افغانستان د تېر جمهوری حکومت په مهال د ۲۰۲۱ په فبرورۍ کې د دې پروژې په جوړېدو ډېرې تودې خبرې روانې کړې وې، خو په افغانستان کې د سیاسی تحولاتو په راتلو سره یاده پروژه تر اوسه پاتې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ