نیمروز کې د څلور موټرو د ټکر له امله درې تنه مړه او ۴۳ نور ټپیان شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۹نېټه):

د راپورونو له مخې د نیمروز د دلارام ولسوالۍ پر لویې لارې څلور موټر یو له بل سره ټکر شوی دی.

د راپور پر بنسټ، د نیمروز د ترافیکو مدیریت د ترافیکی پېښو مدیر سردارمحمد رحیمی ویلی، چې یاده پېښه د زرنج‌ – دلارام پر لویې لارې په منار سیمه کې هغه مهال شوې، چې دوه ۴۰۴ او ۵۸۰ ډوله موټر او دوه هم د خاور موسسې موټر پر یو وخت یو له بل سره ټکر شوی دی.

د نوموړی په وینا، په دې پېښه کې درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۳ نور ټپیان شوی دی.

هغه زیاتوی، چې خلکو د پېښې ټپیان بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولی او روغتیایی وضعیت یې هم د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.