د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی او مل پلاوی یې د قطر هېواد د وزارتونو له استازو سره لیدلی دی.
ګهیځ: نن شنبه (د لیندۍ ۶مه) د افغانستان لپاره د ا.ا د اطلاعات او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال احمد الله وثیق وایی، چې د امیرخان متقی او قطری چارواکو ترمنځ ناسته د کوربه هېواد د بهرنیو چارو په وزارت کې تر سره شوې ده.
هغه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلی چې، په یاده ناسته کې د سیاسی، بشری، اقتصادی، ښوونې او روزنې موضوعاتو په تړاو اوږد بحث وشو.
د وثیق په وینا قطری چارواکو وویل چې، دوی به د افغانستان د خلکو تر څڼګ ولاړ وی او په راتلونکی کې به ورسره مرستې وکړی.
د یادولو وړ ده چې امیرخان متقی او ورسره مل پلاوی به یې د اروپایی ټولنې، امریکایی استازو او نورو لورو سره هم ناسته ولری.
گهیځ