کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۳۰ نېټه):
د راپورونو له مخې د روغتیا نړیوال سازمان مشر د یو ټویټ په کولو سره ویلی، چې په افغانستان کې ۱۳ میلیونه وګړی، د خوړو د نه خوندیتوب له بېړنی یا بحرانی حالت سره مخ دی.
تیدروس اډهانوم ګیبریسیوس په دغو څرګندونو کې زیاته کړې، چې په افغانستان کې نږدې یو میلیون ماشومان پر سختې خوارځواکۍ اخته او ۲،۳ میلیونه نور یې د خوارځواکۍ له منځنۍ کچې سره مخامخ دی.
نوموړی زیاتوی، دې ته په پام چې د معافیت سېسټمونه کمزوری شوی او خلک له سخت ژمی سره مخ دی، نو د دې خطر زیات دی چې دوی به د ساری ناروغیو له امله مړه شی.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ویلی، چې دوی ۱۸۵ میلیون ډالرو ته اړتیا لری، څو په افغانستان کې له روغتونونو سره د درملو او په نورو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ