کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۳۰ نېټه):
د راپورونو له مخې په کندز ولایت کې د شمال ختیځ زون په کچه د ۱.۳ میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر لابراتوار د جوړولو چارې پیل شوې.
د راپور پر بنسټ، د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلی، چې د شمال ختیځ زون په کچه دغه مجهز لابراتوار د UNDP دفتر په مالی لګښت جوړیږی، چې د جوړېدو چارې یې پیل شوې او د دریو میاشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.
د کندز د عامې روغتیا رییس دغه لابراتوار د کندز حوزوی روغتون لپاره ډېر اړین یاد کړ او له اړونده موسسو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د روغتیا په برخه کې دې له دوی سره همکاری زیاته کړی.
په ورته مهال د یاد ولایت ځایی چارواکو هم له نورو روغتیایی همکارو موسسو څخه غوښتنه کړې، چې له دوی سره همکاری وکړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ