د ملګرو ملتونو استازې وایی، له پاکستانه وېستل شوی ۸۰ زره افغانان سرپناه نه لری

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۳۰  نېټه):

د راپورونو له مخې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی ځانګړې استازې ویلی، چې له پاکستانه وېستل شوی افغانان تر ټولو بې ‌وزله او پرته له امکاناتو دی.

د راپور پر بنسټ، رزا اتونبایوا تېر ماښام امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل راپور ویلی، چې د دغو وېستل شویو افغانانو له ډلې یې۸۰ زره سرپناه نه لری او نه پوهیږی چې چېرته لاړ شی.

د نوموړې په وینا، له کله چې پاکستان له هغه هېواده د بې اسناده افغان کډوالو وېستل پیل کړی، نږدې نیم میلیون افغانان تراوسه اخراج شوی دی.

د پاکستان حکومت د تېرې نومبر میاشتې په سر کې د بې اسناده افغان کډوالو د وېستلو لړۍ پیل کړې، چې د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو له نیوکو، غبرګونونو او غوښتنو سربېره یې هم دغه لړۍ هماغسې روانه ساتلې.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.