غزه کې د یو بل اوربند لپاره هڅې ګړندۍ شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۳۰  نېټه):

د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې غزې تړانګه کې د اسراییلی اشغالګرو او حـ.ـماس جنګیالیو ترمنځ یوه نوی اوربند ته هڅې ګړندۍ شوی.

د راپورونو پر بنسټ، راتلونکو څو ورځو کې هوکړې ته د رسېدو امکان شته.

رویټرز خبری آژانس لیکلی، چې قطر مېشت د حـ.ـماس مشر د اوربند په تړاو د خبرو په موخه تېره ورځ د مصر پلازمېنې قاهرې ته تللی.

په قاهره کې له شویو بحثونو یوې باخبره سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلی، چې د حـ.ـماس پلاوی او مصری او اسراییلی چارواکو د پاتې یرغمل شویو اسراییلیانو او بندی فلسطینیانو پر تبادلې خبرې سره کړی دی.

سرچینې زیاته کړې ده چې اسراییلی لوری د قاهرې په خبرو کې د ښځینه او ناروغو یرغمل شویو کسانو پر خوشې کېدو ټینګار کړی دی.

په همدې حال کې ملګری ملتونه وایی، د غزې تړانګې د جګړې له امله د دې کلابندې شوې سیمې یو اعشاریه ۹ میلیونه کسان چې د غزې د ټولو وګړو ۸۵ فیصده کیږی، له خپلو مېنو بې ځایه شوی دی.

د غزې د عامې روغتیا وزارت ویلی، چې فلسطینی لوری ته د وژل شویو کسانو شمېر نږدې ۲۰ زرو ته رسېدلی او په وینا یې زرګونه نور کسان تری تم او تر خاورو لاندې دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.