افغان او چینایی لوری پر دوه اړخیزو اقتصادی اړیکو خبرې کړی

 

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی ۲مه  نېټه):

د راپورونو له مخې چین کې د سرپرست افغان حکومت سفیر د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د آسیایی څانګې له مشر سره لیدلی دی.

راپور زیاتوی، چې دغه لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادی موضوعاتو خبرې شوی دی.

چین کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې د لیو جېنسونګ له خولې لیکلی، چې د افغانستان او چین ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې هېڅ ستونزه نشته او د لا پیاوړی کېدو لپاره یې ګډ کار روان دی.

لیو جېنسونګ په دغه لیدنه کې ویلی، چې چینایی شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دی.

د خبرپاڼې له مخې، بلال کریمی په دغه لیدنه کې واخان دهلیز د دواړو هېوادونو ترمنځ مهم ټرانزیټی او سوداګریز مسیر ګڼلی او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې چینایی شرکتونو لپاره د پانګونې فرصت برابر شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.