کابل-ګهیځ نیوز( د جدی ۳مه نېټه):
د راپورونو له مخې د روغتیا نړیوال سازمان تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې افغانستان ته د تازه راستنېدونکو کډوالو راتګ ښایی د پولیو یا ګوزڼ په زیاتوالی کې هم مستقیمه اغېزه ولری.
د راپور پر بنسټ، خبر پاڼه کې ویل شوی چې د پولیو د له منځه وړلو بېړنۍ کمېټې په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو د بېړنۍ طرحې جوړولو خبر ورکړی او په مهمو سیمو او لارو کې اضافی ټیمونه او څارونکی ځای پرځای شوی، چې د راستنېدونکو کډوالو ماشومان واکسین کړی.
په ورته مهال بیا د ننګرهار ولایت روغتیایی مسوولینو خبر ورکړی، چې دوی په یاد ولایت کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسینو ۱۰ ورځنی کمپاین پیل کړی چې پر مهال به یې په ۲۲ ولسوالیو کې څه باندې یو میلیون ماشومانو ته واکسین ورکړل شی.
په ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین کمپاین داسې مهال پیلیږی، چې روان کال د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ماشومانو د ګوزڼ شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ