اندونیزیا له افغانستان سره بشری مرستو ته ژمنتیا ښودلې

اندونیزیا هېواد وایی دوی له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوی.

ګهیځ: نن شنبه (لیندۍ ۶مه) د اندونیزیا ولسمشر جوکو ودیدو په تازه څرګندونو کې ویلی چې د افغانستان وضعیت څاری او هلته د بشری ناوړه حالت په رامنځته کېدو اندېښمن دی.

هغه وایی دوی له افغانستان سره خپلو بشری مرستو دوام ته ژمن دی خو تر څنګ یې د دې غوښتونکی دی چې په دغه هېواد کې یو ټولګډونه حکومت رامنځ ته شی.

ولسمشر ودیدو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې دې د مېرمنو حقونو ته پام وشی او غواړی چې په دغه هېواد کې د ښځو د تعلیم او په نورو اړوندو برخو کې د افغانستان لاسنیوی وکړی.

اندونیزیا تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو ژمنې کړې دی او تر څنګ یې د افغان سولې په برخه کې هم همکار پاتې شوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.